Poems

راځئ چې یو شو

په دی ښایسته دنیا کې
په دی یوه دنیا کې
مونږه جدا جدا یو
مونږه تنها تنها یو
لکه د لاس د ګوتو
لکه د لمر د وړانګو
زمونږه پښو نه لاندې
خاوره هم دا خاوره ده
خو مونږه یو تر بله
د تورو کاڼو په شان
جدا جدا یو سره
د زیړو پاڼو په شان
شریک کلچر نه لرو
شریک مذهب نه لرو
شریکه ژبه څه چې
شریک ادب نه لرو
یوه دنیا وه خو مونږ
په کې لکیرې راښکې
ښکلا ښکلا وه خو مونږ
پکې لکیرې راښکې
په ناپ او تول مو کړله
په ګز او نیم مو کړله
سره مو وویشله
سره تقسیم مو کړله
څه هندوستان واخیسته
څه پاکستان واخیسته
څه روس او چین قبضه کړه
څه رنګ او دین قبضه کړه
څه امریکې کابو کړه
څه افریقې کابو کړه
څه په کې لاندې خلکو
اسټریلیا جوړه کړه
څه په کې پورته خلکو
برطانیا جوړه کړه
خو لنډه دا چې دنیا
وخت په اوو تقسیم کړه
چا وې کلچر تقسیم کړه
چا وې اوبو تقسیم کړه
والله چې نه پوهېږم
چې چا او چا تقسیم کړه
خو زه او ته خلک وو
او ما او تا تقسیم کړه
په کې مو کرښې راښکې
په کې مو زړونه بېل کړل
په کې مو ژبې بېلې
او بیا قومونه بېل کړل
سره شریک اوسېدو
بیا مو کورونه بېل کړل
او خدای دې وړاندې خیر کړي
چې نور به څه بېلوو
روح نه به تن بېلوو
تن نه به لاس بېلوو
او که حواسو نه به
د ژوند احساس بېلوو
خو دې نه مخکې چې مو
د دې دنیا په رنګې
د دې ښایست په رنګې
د دې ښکلا په رنګې
د تن اعضا جدا شي
د زړه درزا جدا شي
راځئ د لویي نړۍ
جدا جدا ملګرو
تنها تنها ملګرو
چې متفق شو سره
چې واړه یو شو سره
لکه موچۍ په ګبین
دنیا نه تاو شو سره
او یو کلچر ومنو
او یو مذهب ومنو
او یوه ژبه وایو
او یو ادب ومنو
راځۍ چې بیا راټول شو
ویش د دنیا ختم کړو
لکه دیوال د برلین
ستا او زما ختم کړو